تاريخي ناولونه که څه هم پوره حقيقت په کښې نه وي خو بيا هم د تاريخ پۀ بنياد افسانې پر ځائے لږ ډېر حقيقي ژوند ته نزدې وي. هغه داسې چې زمونږ پۀ تاريخ کښې مونږ هر استعمار مخې تۀ پۀ جار ودرېدلې يو خپل سرونه مو قربان کړې دي، دې ناول کښې همداسې تاريخي شواهد موجود دې کوم چې د ميرويس خان نيکه پۀ دور کښې د مغلي ايمپيريالزم خلاف ؤ د هغوي خلاف ئې سياسي مزاحمت کړے وۀ هغوي صفوي بادشاهي ئې ړنګولې وه، ناول لوستلو سرۀ بۀ تاسو تۀ پتۀ ولګي چې پښتنو ځوانانو اتلانو څومرۀ وينې تويې کړې دي د خپلواکۍ دپاره څومر ماشومان پۀ کښې وژلے شوي دي، د هغه وخت د سياست پۀ اړۀ بۀ خبر شئ چې ميرويس بابا څومرۀ ژور سوچ درلودو پۀ سياستو څومرۀ پوهه وۀ بيا به مو ګيلې ختمې شي چې او پښتانه پۀ سياست پوهېدو مزاحمت resistence ئې څومرۀ کوو پۀ نشت وسايلو پۀ نشت عسکرو کښې.” ميرويس خان هوتک يا ميرويس خان نيکه” کوم پۀ “1673” کښې پۀ قندهار کښې زېږېدلے وۀ او پۀ “1715” کښې د “42” دوۀ څلوېښت کاله پۀ عمر کښې ئې دې فاني نړۍ نۀ سترګې پټې کړې وې بابا خپله ځواني خپل ټول عمر د خپل وطن د ازادۍ دپارۀ وقف کړے وۀ د دۀ دوۀ زامن وي يو نامه مير محمود خان وي بل نامه حسين ، لور نامه ئې رېنبه وه. د بابا سرۀ پۀ دې ازدۍ کښې د دۀ ورڼو يحيي خان او عبدالعزيز خان هم ترمرګه پورې د وطن د ازادۍ دپارۀ ولاړ وۀ او بيا تر اخيرۀ دې تۀ ورسېدۀ چې بابا بيا پۀ اصفهان ايران هم خپله باچاهي تر قندهاره پورې قايمه کړۀ د مړينې نه پس ئې د اصفهان ايران باچا د هغه مشر زوے مير محمود وټاکلے شو خو د هغه مشري تر ډېرۀ وخته پورې وۀ نه رسېدۀ او بيا څۀ مودۀ پس د بې اتفاقۍ او د نورو روسانو تزارانو، ترکيانو، د لاس وهنې وجې دغه بادشاهي ماته شوۀ بيا. ځکه خو کاکاجي صنوبر حسين مومند وائې چې پښتانه بنيادي طور باندې سوشلټ يا اشتراکيان دي، هغه داسې چې د بابا د حکومت جايزه واخلې نو بابا چې پۀ سياسي طور پښانه مشران کشران څنګه يو ځائے کړې وي د هغوي خدمت د صحت، تحفظ د ميرويس بابا پۀ ذمه وارۍ وي خو چې د سلطنت کومې خبرې وي هغه بۀ ئې خپلو خلکو پۀ سر سترګو منلې.
قصه داسې دۀ چې پۀ ايران کښې د شاه عباس صفوي نۀ پس د شاه حسين صفوي بادشاهي وۀ ( 1709 خواو شا و). ميرويس خان پۀ يوه درنه کورنۍ کښې زېږېدلے وي خپل باغات ئې وي او تجارت هم کوي ملتان او د هندوستان تر دهلي پورې ځي خپله سودا هلته خرڅوي دې سرۀ سياسي پوهه هم لري، يوۀ ورځ دوي د ملتان نۀ راروان وي هلتۀ ئې تجارتي سامانونه اغستې وي، راشي څنګه قندهار تۀ راورسي نو هلته يو کلې باندې د ګرګين ايراني ګورنر سپايان ورغلې وي او پۀ يو کور کښې وادۀ وي د هغوي وادۀ ټول خراب کړي د ماليي پۀ نامه هغوي سرۀ جنګ وکړي دغه سپايان چې پۀ هغوي کښې ښځې او واړه هم شامل وي ټول مړۀ کړي ناولې بربنډۀ کړي او هلته ئې ووژني د ټولو خلقو سرۀ ميرويس خان او د هغه پۀ اس سپاره ملګري دغه کښې يوۀ ښځه راوچته کړي چې پۀ هغې کښې لږۀ ساۀ وي هغه ورته ټول حال ووائې او دغه مړو تۀ بيا قبرونه وکښني، خو د ميرويس خان سرۀ هغه نور ملګري ورته ئې چې دا خو ظلم دے زياتے دے ورځو پرې نۀ ميرويس خان ورته وائې چې نه د صبر استقامت نۀ بۀ کار اخلې دښمن دومرۀ کمزورے نۀ دے.
او ورځ تر ورځه قيصې سېوا کېږي کله پۀ کلات کښې کله غزني کښې روزانه پۀ بنياد ښځې او سړې وژلې کېږي خو ميرويس خان خفه هم شي د خپلو خلکو پۀ وژلو باندې خو سرۀ څه لارۀ نۀ وي چې دښمن ته ماتې ورکړي کمزوري وي هغوي سرۀ د پورۀ خطې واک پر لاس کښې وي د هغه وخت جديد اسلحې ورسرۀ وي، دېخوا کابل د مغلې استعمار پۀ قبضه کښې وي. د بابا ملګري هغه تۀ ئې چې جنګ وکړو دوي سرۀ بابا ورته وائې جنګ کول خودکشي دۀ پښتانه يوبل سرۀ پۀ اتفاق نه دي يوبل پښې وهي، د بابا يو ملګرے هينګر وي هغه تۀ وائې چې داسې بۀ کوو چې دوي تۀ به ځان نزدې کوو او خپل يو مقام د دوي پۀ زړۀ کښې جوړ کړو نو بيا بۀ دوي وهو داسې وس وهل د دوي ځان سرۀ زياتې کول دي،، داسې وکړه چې د ګرګين پۀ سپايانو کښې ستا دکان ته راځي هغوي له څه زر او زر سر ورکړي چې دا بۀ سپيانو کښې مشر تۀ ورولېږې چې د قندهار يو تاجر ميرويس خان درله پۀ مينه او سود رالېږلې دي، همداسې وشي چې سپايان ورشي نو دے ورته هغه کڅوړۀ ورکړي او هغه ئې يوسي پۀ دربار کښې ميرويس خان پۀ ښه نامه ياد شي او د هغې نۀ پس بيا يو يو خاص خاص درباري تۀ د سپنو زرو او سرو زرو د قيمتي کاڼو ګوتۍ ورکړي.
چې د دۀ عزت سېوا شي نو ګورنر ګرګين ورسرۀ ملاقات وکړي هغه له هم د يو چال په ذريعه پۀ تحفه کښې تفانچه ورکړي داسې دے پۀ دربار کښې خپله نامه پېدا کړي، او هلته د اسلحې پۀ خانه چې کوم مشر سپايي ولاړي وي هغه له هم پۀ رشوت څه د سرو زرو روپۍ ورکړي چې هغه ورله بيا پۀ پټۀ زر اسلحې ورکړي داسې پۀ قلارۀ قلارۀ ترې اسلحه ځان سرۀ جمع کوي خو دې کښې چې ګرګين تۀ پته ولګې نو هينګر ونيسي سم ئې ووهي خو حال نۀ وايې خو بيا ميرويس بابا پسې سپايان ولېږي او د کور نۀ يې راولي هينګر ورته مخې تۀ ودروي چې دا ستا ملګرے دے او تا د صفوي حکومت سرۀ دهوکه کړې دۀ نو بابا هم جېل تۀ واچوي او هينګر د توف مخې تۀ ودروي او مړ ئې کړي بابا دغه ټول ظلم وينې د پښتنو قيديانو سرۀ چې هلته څه کېږي دغه ټول ناروا وينې خو برداشت يې کړي، پۀ جېل خانه کښې چې د بابا پۀ کمره د کوم سپايانو څوکېداري وي هغه مشران بابا ټول پېژني ځکه چې هغه ورله د سرو زرو ګوتۍ ورکړې وي، بابا خپل ورور عزيز خان راوغواړي او ورته وائې چې د علاقې مشران راغونډ کړۀ پر ځائے باندې او د هينګر د کور محاصره کوه هلته مو اسلحه پرته دۀ، داسې وخت تېر شي مياشت پس بابا د سياسي قيد پۀ نامه اصفهان تۀ ورولېږي هلته هم د بابا د چالاکۍ او سياسي پوهې د وجې اشنايان ډېر وي خلقو د هغه خدمتونه کول پۀ قېد خانه کښې او يو يو مشر سپه سالار وزير سرۀ يې ځان پۀ چال چلن اشنا کړے وۀ او هغوي بۀ د بابا ډېر قدر کوو چې دا د هوتکو خان دے خيال ئې کوئ دے خپله علاقه او پۀ دې دربار کښې ډېر عزت لري.
داسې بابا د ټولو پۀ خوي پوهه شو د هغوي کمزوريانې ورته معلومې شوې پۀ اصفهان کښې بۀ وزيرانو او نورو خلقو د بابا ډېر عزت کوو چې دا ډېر پوهه کس دے، يوۀ ورځ خو ئې داسې چال وچلوه چې خپل ورور يحيي خان تۀ ئې خط ورولېږو چې اصفهان تۀ راشه چې هغه راشي د ټول احوال نۀ ئې خبر کړي د باچا سرۀ کوم خاص وزير وي د هغه ورارۀ هندوستان تۀ ځي او هلته ئې اغوا کړئ زۀ بيا تاسو تۀ ووايم چې پرېږدئ نو بيا بۀ ئې راپرېږدئ چې پۀ دربار کښې نور اعتماد سېوا شي. همداسې وشي بابا چې کوم ځائے نظر بند وي هلته پسې هغه وزير راشي او د بابا صفتونه شروع کړي چې تۀ د هوتکو خان ئې ستا هلته عزت دے ټول خلک پېژنې بايد چې زما د ورارۀ پۀ موندلو کښې مونږ سرۀ کومک وکړې بابا ورتۀ ښه ووائې ورځ تر ورځ تپوس کوي دغه وزير اخر ورته بابا وايٙې چې ورارۀ دې ژوندے دے او هلته بلوڅانو نيولے دے خپل خلک دي رازاد بۀ ئې کړي ډېر زر همداسې وشي هغه راشي او خپل ترۀ سرۀ مېلاؤ شي او وزير د دۀ منندويې شي او بيا يې د بادشاه شاهي جرګې تۀ هم وغواړي پۀ هغه وخت کښې شاه حسين صفوي بادشاه وي.
پۀ وړومبو خبرو کښې د بادشاه صفت وکړي ښې ډيرې خبرې وکړي د بادشاه اعتماد هم حاصل کړي داسې او بيا بادشاه هره مشورۀ د دۀ سرۀ کوي، داسې څۀ وخت پس د بادشاه نۀ د اجازت نامې نۀ پس حج تۀ لاړ شي هلته د غټو مفتيانو نۀ د جهاد فتوي راوړي چې د بادشاۀ ټول ظلم جبر داستان ورتۀ بيا کړي نو هغوي وائې چې د ظالم خلاف پاڅېدل لازمي دي، همداسې وشي د حج نۀ پس بابا اصفهان ايران تۀ واپس راشي نو د بادشاه نور هم اعتماد سېوا شي چې قېدي او واپس راتلل نو بيا دۀ تۀ هم د قندهار مشري پۀ حواله کړي خپل مهر ورتۀ پۀ کاغذونو باندې ولګوي چې زما ګورنر څه ګرګين څه هم فيصله کوي نو ستا سرۀ بۀ مشورۀ کوي. بابا قندهار تۀ واپس راشي او خلک ئې استقبال وکړي پۀ ګرګين تياره شي چې دا خو ما د سياسي قېدي پۀ ځائے اصفهان تۀ لېږلے وۀ او دے واپس راغے نو بابا د راتلو سرۀ د شاه و خوا مشران راټول شي او د صفوي حکومت ماليي بۀ د بابا پۀ لاس راټلولېدے، ځينې خلق د ګرګين د ظلم بربريت نه تنګ شوي وي هم وي د کاکړو علاقې تۀ ئې خپل سپايان د ماليي د راغستلو دپاره لېږلې وي هغوي ورسرۀ جنګ وکړي يعنې بغاوت وکړي. خو بابا خپلو علاقو مشرانو تۀ وائې چې صبر پورۀ عسکر راټول کړو پورۀ بندوبست وکړو نو بيا بۀ پرې ورخېژو داسې ورتلل داسې کم طاقت کښې زمونږ دپارۀ ډيرۀ نقصاني، د جوش نۀ نۀ د هوش نۀ د عقل نۀ کار اغستل پکار دي مونږ لۀ. يوۀ ورځ د هرات ښار پښتون مشر دولت خان او د هغه ذوے نظير محمدخان د ماليي د نۀ ورکولو پۀ وجه ووژني بابا لۀ سمه غصه ورشي خو څه وۀ نۀ وائې صبر وائې صرف د بابا ورور يحيي خان وس ورته نور هم صبر کول دي زۀ خو وايم چې ورځو پرې، بابا وائې نۀ د عقل نۀ کار واخله پۀ جنګي قلعه باندې ورتلل څه وړه خبرۀ خو نۀ دۀ. بابا ګرګين پسې لاړ شي قلعې تۀ چې تا د درنيانو مشر ووژلو دا خو تۀ بغاوت ته نور خلق هڅوې دا کاغذ وګورۀ چې څه کار هم کوې زما نۀ بۀ مشورۀ اخلې.
يوۀ ورځ بابا پۀ قلعه عبدالله کښې قومي جرګه راوغواړي پۀ هغې د حملې دپارۀ د تياري خبرې وکړي دغې کښې دوۀ تنۀ، عبدالله ګل او يو غداري وکړي او ګرګين د دې قيصې نۀ خبر کړي. هغه بابا راوغواړي ورته وائې چې تۀ صفوي سلطنت خلاف تۀ خلک هڅوې غداري کوې. بيا يوۀ ورځ پۀ کاکرو ترينو او بلوڅو قومونو پسې خپل فوځ ليږي چې هغوي ختم کړي بابا ورتۀ وائې د يو چال پۀ ذريعه چې شپږ ورۀ فوځ ولېږۀ پينځه زرۀ کم دے نيم پۀ يو طرف ولېږۀ نيم پۀ بله لارۀ او زۀ هم خپل وسلوال تياروم درې زرۀ دے. همداسې وشي چې بابا زر تر زرۀ پښتنو مشرانو قامي جرګه راوغواړي او کاکړو او بلوڅو پښتنو تۀ خپل استازے ولېږي چې ورشئ هغوي خبرۀ کړئ ګرګين حمله کوي ځان ورتۀ تيار کړئ شپږ زرۀ فوځ پۀ يو طرف دروان دے او دوۀ زرۀ پۀ بل طرف پۀ دې جرګه کښې ټولو پښتونو مشرانو شرکټ کړے وي، چند نور خان برئڅ، يونس خان کاکړ د هزارګانو مشران پۀ کښې وي.
ورځ پس ګرګين ووځي بابا هم خپل قومونو فوځ راروان کړے وي او د چمن د لاري راوران وي او ګرګين هم پۀ جدا لار راروان وي د شپې داسې وشي چې بابا پۀ لرې ځايونو کښې خپلو بلوڅو ملګرو تۀ وايې چې خپل يو څو تنه وتړۀ ګرګين ته به وايو چې نيولې مو دي يو څو بلوڅ همداسې وشي چې هغه د خپلو عسکرو سره راشي نو بابا ئې په خبرو کړي او خپلو کسانو ته وائې چې ولئ ئې، هلته ټول ختم کړي ګرګين وولي د هغوي سپيانو جامې وغېره دوي واغوندي پۀ غټه ورشي هلته جنګ وکړي هغه فتح کړي بيا نورې قلعه ګانې فتح کړي داسې پۀ قندهار کښې د پښتنو حکومت قايم کړي، بيا څه وخت پس نور تنان راولېږي هغه هم بندي کړي داسې صفوي حکومت دوي خلاف دېرش زرۀ فوځ راولېږي په څه چال چلن ورله بابا هغه فوځ ختم کړي داسې دوي بيا پۀ ايران ورشي هلته هم فتح حاصله کړي څه وخت پسې بابا د ناورغۍ او ډيرې ستړياؤ د وجې د فاني نړۍ نۀ سترګې پټې کړي د ايران سلطنت مشري د هغه مشر زوي ميرمحمود تۀ حواله شي دغه، دغه وخت روسيان تزاريان، او ترکيان هم حملې کوي داسې بيا د پښتنو دغه ايراني سلطنت ختم شي.
دې ناول کښې هغه ټولې خبرې دي کومې چې بۀ خوشحال بابا کولے چې
که توفيــــق د اتفاق پښتانۀ مـــــومــي
زوړ خوشحال به دوبارۀ شي پۀ دا ځوان
دې ناول کښې به تاسو د ته ميرويس نيکه سياسي ځيرکتيا د پښتون افغان نېشنلزم دياره خدمات، پښتون قامي وحدت ززېنۍ چې بابا څومرۀ هلې ځلې کړې دي، پښتنو ځينې مشرانو تر دې چې شهيد عثمان لالا بۀ هم د پښتون قامي وحدت خبره کوله، حمزه بابا به هم کوله او خپل ناول کښې ئې ليکلې هم وۀ د خپل پښتون د بې اتفاقۍ ذکر کړے دے.
_______________________
د ابدالي انتظامیې د لیکوال د رائې سرہ اتفاق کول ضروری نه دي۔ کہ تاسو ھم خپلیې لیکنې خپرول غواڑۍ نو د خپل تصویر، پورہ نوم، فیس بک آئی ډی او د خپل تعارف سرہ ئې مونږ ته په ahabdali944@gmail.com باندې راولېږئ۔ د لیک خپرولو يا د نه خپرولو فېصله به ادارتي پانړہ کوي۔