مونږ پښتانۀ پۀ هرۀ معامله کښې دومرۀ عقيدت پسند او دومرۀ کلک يو چې بيا مونږ د خپلو غلطيو يا زمونږ د مشرانو پۀ غلطيانو نيوکې هم نۀ شو کولے، او کۀ نيوکه پرې کوو نو هغه مونږ تۀ د خپلو مشرانو اتلانو توهين ښکاري.
يوۀ ورځ پۀ ډسټ ان بکس کښې ناست وۀ ما او کامرېډ ابرار ځانله مو بحث کوو دوۀ پۀ دوۀ او د خپلو مشرانو کومې غلطۍ چې وي هغه مو يادولې خو مونږ دغه غلطيانې د نفرت يا د تعصب پۀ بنياد نۀ وې يادې کړې البته پښتانه يو او پۀ پښتون افغان نېشنلزم باندې يقين لرو خېر کۀ سوچ او لږ ډېر فکر د هر چا لږ جدا جدا وي خو چې پښتون اولس دپارۀ ئې خپل ځان خاورې کړے وي د هغوي خدمت کوي د قام وکالت کوي د خپل اختيار خبرۀ کوي زمونږ د سر تاج دے مونږ ټولو تۀ احترام لرو کۀ هغه کۀ پي کے مېپ والا دے يا، نېشنل ډيموکرېټک ، پښتونخوا نېشنل پارټي دۀ يا عوامي نېشنل ګوند دے ، يا کۀ پښتون تحفظ مومنټ واله دي ټول زمونږ د پښتون اولس د خپلې خاورې اختيار خبرۀ کوي مونږ ټول منو ځکه، خو مونږ ځانله دغه بحث شروع کړے وۀ نو ما پۀ کښې ناڅاپي د پښتون نېشنلز خبرۀ وکړۀ، هلته يو تن ناست وۀ کامرېډ وئيل چې دا د اے اين پي تکړۀ ورکر دے هغه ماته وئيل د پښتون نېشنلزم دپارۀ بيا د اياز ايسپزے کتاب” خپل اتلان وپېژنئ” وګورۀ پوهه بۀ شې نو ما ورته وئيل هغې کښې خو د پښتون نېشنلزم څۀ خبرۀ نشته البته د اتلانو نومونه دي د هغوي تاريخ دے پۀ کښې او يو څو واقعات دي پۀ کښې د نېشنلزم خبرۀ خو پۀ کښې يوۀ هم نشته.
خو ما ورته د ډاکټر فضل رحيم مروت صېب دا کتاب” The poineer of Afghan nationalism ” وښودلو چې بيا دا وګورۀ چې د پښتون نېشنلزم پۀ حواله ډاکټر فضل رحيم مروت صېب څۀ وائې هغه باقاعدۀ طور داسې وائې چې پښتون نېشنلزم د خوشحال بابا د دور نۀ شروع شوے دے او د خپل قام دپارۀ ئې خپله تګلارۀ ټاکلې وۀ لکه دې شعر کښې.
د افغان پۀ پۀ ننګ مې وتړله تورۀ
ننګيالے د زمانے خوشحال خټک يم
دې شعر باندې ډېر اعتراضات شته چې هغه د خپلې ذاتي مسئلې پۀ بنياد د مغلو سرۀ نخښتې وۀ خو اصل کښې زمونږ پښتون نېشنلزم باقاعدۀ طور پۀ تحريري شکل کښې د خوشحال بابا نۀ شروع شوے دے.
داسې خو زما د تحقيق پۀ بنياد زمونږ د پښتون افغان نېشنلزم د امير کروړ سوري بابا د دور نۀ شروع کېږي ځکه د هغه دې شعرونو نۀ اندازۀ ولګوئ چې هغه کومه جذبۀ لرله د خپلې خاورې او وطن دپارۀ.
زۀ يم زمرے پر دې نړۍ له ما اتل نشته
پۀ هند و سند و پر تخار و پر کابل نشته!
بل پۀ زابل نشته
لۀ ما اتل نشته
غشي د من مې ځي برېښنا پر مير ځمنو باندې
پۀ ژوبله يونم يرغالم پر تښتېدونو باندې
پۀ ماتېدونو باندې
لۀ ما اتل نشته
زما د تورې تر شپول لاندې دي هېرات و جروم
غرج و باميان و تخار بولې نوم زما پۀ ادوم
دا شعرونه امير کروړ بابا پۀ اتمه صدۍ 8th century کښې وئيلې دي نو دې نۀ اندازۀ لګوئ چې زمونږ پښتون افغان نېشنلزم څومرۀ پخوانے دے، او د دې وجوهات څۀ وۀ چې داسې ئې وئيل.
هغه ځکه جې زمونږ پۀ دې خاورۀ بار بار يرغلګر راغلې دي بار بار ئې پۀ مونږ حملې کړې دي نو ځکه زمونږ پۀ خلکو کښې د نېشنلزم جذبه زيات پرته دۀ د خپلې خاورې حفاظت د خپلې پښتنې شملې عزت ساتل ورته د خپل سر نۀ ګران ښکارېدۀ.
بل زمونږ پښتون افغان نېشنلزم داسې نۀ دے چې د نور چا نۀ نفرت وکړي يا د نورو پۀ تعصب کښې وي زمونږ پښتون نېشنلزم د خپل بې وسۍ مجبورۍ محکوميت له عمله رامخې تۀ شوے دے او د خپلې پښتنې خاورې حفاظت د چاردېوارۍ د حفاظت پۀ بنياد ولاړ دے زمونږ نېشنلزم چاته نقصان نۀ دے رسولے پۀ چا ئې بے ځايه حملې نۀ دي کړے البته خلک راغلے تر سکندر نۀ واخله تر دې وخته پورې وس هم پۀ مونږ پۀ نوي نوي شکل کښې حملې شروع دي.
مونږ کۀ ډېر زيات لبرل هم شو يا سوشلسټ هم شو خو زمونږ پۀ خټه کښې قامي رنګ پروت دے کۀ مونږ د نورو قومونو يا ملکونو خبرۀ کوو چې دنيا قومونۀ نېشنلزم نۀ پېژني صرف انسانيت مني نو وړومبې مونږ لۀ ځان پېژندل پکار دي چې د نورو قومونو يا ملکونو پۀ نسبت مونږ پۀ کوم مقام ولاړ يو، کۀ تۀ د فرانس و جرمني خبرۀ کوې نو هغوي دې سټېج نۀ سل دوۀ سوۀ کاله مخکښې وتلې دي دې هټلر ولې دا نور وژل خو چې پته ورته ولګېدۀ ختموي مو نو نفرت ئې شروع کړو وس هغوي هغه سټېج تۀ لاړو چې د انسانيت خبرې کوي خو د دغو خلکو انسانيت مونږ لېدلے دے تر عربو پورې د پښتون افغان وينه ټولو توئي کړې دۀ ټول پۀ کښې شريک وۀ د خپل نظرياتو بچ کولو دپارۀ نو دغه انسانيت دا خبرې زمونږ پۀ مخکښې مۀ کوئ مونږ تۀ د خلکو د انسانيت پتۀ دۀ.
مونږ پښتنو له پۀ نېشنلزم ځان پوهه کول پکار دي معني او مفهوم ئې کتل پکار دي زمونږ د پښتون افغان نېشنلزم اصلي بنياد د هغې وجوهات دې ولټوي چې ولې پۀ مونږ کښې د نېشنلزم جذبۀ زياته پرته دۀ.
دا کتاب ورسرۀ بيا لازمي وګورئ کله چې پۀ شپږم سمسټر کښې زما د خوشحال بابا قوميت يا نېشنلزم باندې پرېزنټېشن وۀ نو دا کتاب مې ورله راپېدا کړے وۀ. البته مونږ له پکار دي چې د خپل هر څۀ نۀ ځان خبر کړو. نور اختلاف د هر چا کېدے شي ضروري نۀ دۀ چې زما د خبرې سرۀ دې څوک سل پۀ سله متفق شي، البته زما چې کوم سوچ وۀ کوم نظر چې مې پرې لرلو نو هغه مې وړاندې کړو وس چې څوک پرې خپل رائے راکوي نو کولے شي.
_______________________
د ابدالي انتظامیې د لیکوال د رائې سرہ اتفاق کول ضروری نه دي۔ کہ تاسو ھم خپلې لیکنې خپرول غواڑۍ نو د خپل تصویر، پورہ نوم، فیس بک آئی ډی او د لنډ خپل تعارف سرہ ئې مونږ ته په ahabdali944@gmail.com باندې راولېږئ۔ د لیک خپرولو يا د نه خپرولو فېصله به ادارتي پانړہ کوي۔
شیئرکریں: