د عربئ ژبې ټکے صحيفه چې معني ئې کتاب يا نامه ده، د دې نۀ لفظ صحافت جوړ شوے دے۔ دا لفظ دومره مانوسه، آشنا، او پېژندلے دے او دومره خوګ او عام شوے دے چې هډو بل نوم ورسره سمے نه خوري زکه خو ورته تر دې دمه صحافت وئيلے شي۔ د صحيفې نه مراد يو داسې مطبوعه ده چې په مقرره وخت کښې شايع کيګي۔ مطلب دا چې ټول اخبارونه او رسالې صحيفې بللے شي۔ د مقره او ټاکلے شوي وخت نه مطلب دا دے چې کم کتاب په کم وخت ليکلے کيګي په دي باندې څۀ پابندي يا قيد نشته خو بل طرف ته صحافت د اخبارونو او رسالو سره تړون لري چې په کښې روزمره واقعات بيانولے شي په دې وجه په کښې د وخت پابندي لازمي ګڼلے کيګي۔
صحافت خبر دے اطلاع ده پېژندنه ده او د اولس دپاره تخليق شوي مواد دي۔ د ټولي ورځې واقعات تحرير يا ليکنې په شکل کښې د مخصوص اواز يا ليکنې په شکل د انسان هغه خواهش پوره کوي د کمې دپاره چي بې قراره وي۔
په صحافتي ميدان کښې د ژبې انداز او بيان د واقعاتو په مرطوب ليکلو يا وئيلو ته خبر نوېسي وئيلے شي چي د تاريخ نوېسئ تر ټولو موثر ذريعه ده۔ مطلب دا چې صحافي په يو وخت ښه صحافي هم کيدے شي او يو غوره اديب هم کيدے شي۔
خبره دا ده چې صحافت يو کاروبار نه بلکښې يو با وقاره پيشه ده او د قام خدمت دے نو له دی خاطره صحافي له پکار دي چي خبر نړئ ته په ريښتوني معنو سره ورسوي۔
شیئرکریں: