تر دې دمه د سیاسیاتو او خصوصاً د تحریکونو په ساینس پوهه ماهرین د پښتون ژغورنې غورځنګ تر ټولو ستره لاس ته راوړنه د پښتنو په خپله خاوره د یوې نوې عمراني معاهدې تصور ګڼي. دا تصور په خپل جوړښت کښې یو زورور نظري قوت لري. دا قوت د تېرې یوې پېړۍ د حرکیاتو په تنقیدي شعور ولاړ دے. عدم تشدد د دې مرکزه ده. پښتون اولسي شعور د تېرو شلو کلونو په پرتله مخ په ترقۍ دے. دې کښې د پښتون ډایسپوره کردار هم مهم دے. البته د دې د کاونټر کولو لپاره د کابل سقوط د یوې سپېځلې بریا په طور وړاندې کولې کیږي چې د لا نورې زیرکتیا غوښتنه  کوي. د لکهونو پښتنو قبله هجرت درسته کړه، د لکهونو ظلم او جبر درسته کړه، د لکهونو سیاسي بېلات سمه کړه او د لکهونو سیاسي فرقه واریت! خو د محض اخروي نجات په عوض دهوکه شوے ساده اولس لا د سیاسي قبلې د رساییت نه لاس په نام دے! دې ټولو اړخونو چې یوه بدله تنظیمي غوښتنه لرله نو غورځنګ ورته خپله سینه پرانسته. دې تنظیمي رغوڼې چې زیږون بیاموندو نو د ډېرو بیمارو، کموتونو او ګزارونو سره سره د فطري کمزوریو هم ښکار کېده خو خپل شتون او ژوند ئې د لاسه نۀ ورکوو. د دروني کمزوریو سره سره خارجي تزویراتي حملو هم د دې وده اغېزمنه کړې ده. خو د دې هر څۀ باوجود غورځنګ ځان نیستۍ له نۀ دے ورکړے. او د لر بر وطن سره سره د پښتون ډایسپوره هم د تړون یو امید جوړ شوے دے. د قامونو او تحریکونو ژوند کښې دا صورتحال عبوري پرمختګ ګڼلے کیږي. د لوبو نړیوال مېدانونه، رسنۍ، بېرغ، شاعري، کالي/جامې، غایبانه جنازې او چندې، نعرې او انځورونه د دې عبوري بریا په چغو او کوکارو ګواهۍ ورکوي.
واحد د عدم تشدد اولسي پاڅونونو دلته د مقامی، قامي، سیمه ایز او نړیوالو پروژو د استعمار خلاف د نتیجه خیز مزاحمت کردار لوبولے دے. د ریاستي تشدد سره سره ئې د مذهبي تشدد مقابله هم کړې ده او د موخر عنصر لپاره د غوښتلي حکمت تقاضې ئې هم پوره کړې دي. د غیرضروري مخالفت نه ډډه ئې پاللې ده. دا حکمت البته د سیاسي ګوندونو سره تعامل کښې بیخي کم او کمزورے دے. د خویندو میاندو ونډه ئې هم ډېره پیاوړې کړې ده. ګویا ټوپکمار ته یو غېرټوپکمار تر دې دمه ماتې ورکړې ده. زورور او جابر ته یو بې وسه او مظلوم ماتې ورکړې ده. د ماتي سره سره ئې د بشري حقونو د پالونکیو وګړیو، ګوندونو، سازمانونو او لیکوالانو څېړنکارانو توجه ترلاسه کړې ده. دوي ته ئې خپله بیانیه رسولې ده. د امن تر ټولو اساسي غوښتنه ئې نعره کړې ده. د خپلو وسایلو مقدار او معیار ئې راڅرګند کړے دے. په ځان د شوي ظلم قیصې ئې راخیستي دي. د سلطان جابر په وړاندې د حق ویلو سپېځلے جرات ئې راژوندے کړے دے.
 د عبوري بریا دا پړاو نور د تکامل په لاره تګ لره اوس څۀ نورې غوښتنې لري. هغه دا چې د پښتنو د نوې عمراني معاهدې موخه او مرام لره به ساختیاتي تګلاره څۀ وي؟ او دا به په کومو پړاونو څنګه څنګه تېریږي؟ په اسانو ټکیو دا چې غورځنګ به د خپل فریق نه څۀ غوښتنې څنګه ترلاسه کوي؟ د ماتي صورت کښې به د مزاحمت مبارزه تر کومه لکه د موجوده حرکت داسې روانه وي؟ د موخې مرام او مبارزې منشور/دستور/ورکنګ پېپر به یو یو کارکن ته څنګه رسول وي؟ چې د فطري مایوسۍ دوا ګرځیږي. د تنظیمي امورو رساییت او شفافیت به څنګه یو کوټلے او سپېځلے ایین او رویه ګرځي؟ د لیک تخلیق، پرنټ او الیکترانک میډیا مېدانونو کښې د رسا وکالت لپاره د فکري او عملي ټرېننګ غوښتنې به څنګه سر ته رسولې کیږي؟
تر ټولو مهمه بله غوښتنه دا چې پارلیماني سیاسي ګوندونو سره د لازمي تایید او تردید اصول به څۀ وي؟ د غېرضروري تایید او تردید نه د ژغورنې نظم او د دې پابندي به څنګه لاګو کیږي؟
 دې پوښتنو او غوښتنو تر ډېره د نۀ پوره کولو باوجود لاس ته راوړنې کړې دي خو د تحریکونو کوټلي او منلي سنت/اصول وي. لازمي غوښتنې وي. کۀ هغه ترسره نۀ کړې شي نو بیا د نورو قوتونو لپاره د یوې مهرې په توګه پکارېدلو ته ویړیا وګرځي. دغه ټولې غوښتنې پورته کرښو کښې ذکر شوې. د فکر خاوندان به ئې د غور وړ وګرځوي.
___________________________
د ابدالي انتظامیې د لیکوال د رائې سرہ اتفاق کول ضروری نه دي۔ که تاسو ھم خپلې لیکنې خپرول غواڑۍ نو د خپل تصویر، پورہ نوم، فیس بک آئی ډی او د خپل تعارف سرہ ئې مونږ ته په ahabdali944@gmail.com باندې راولېږئ۔ د لیک خپرولو يا د نه خپرولو فېصله به ادارتي بورډ کوي۔
شیئرکریں: