ملالۍ ميوند چې تاريخ دانانو  ورته ملالۍ انا هم وئيلې ده په 1861م کښې د ميوند نه په سويل لويديز تقريباً درې ميله کښې پروت د خيج يا خيګ په نامه يو ورکوټي کلي کښې سترګې غړولې وې. ملالۍ يوه درنه خوږه په هر شان په ښائست پوره پېغله وه.
په ستمبر 1878م کښې چې برطانيه راج په افغانستان په ړومبي ځل حمله وکړه نو د برطانيې فوځونه په دريو لارو افغانستان ته ننوتل. د بولان په لاره قندهار ته، او  د دې نه علاوه په کورمه او په خېبر افغانستان ته واوړيدل. د افغانستان زيات تره علاقو کښې څۀ خاطر خواه جګړه ونهٔ شوه او په اسانۍ سره ئې قبضه وکړه خو انګريز ته دا احساس وشو چې په افغانستان حمله د انګريز يوه لويه غلطي وه ځکه چې افغانستان ته ننوتل اسان وو خو په دې خاوره خپل حکومت جوړول ډير ګران کار وو.
پۀ مۍ 1879م کښې د افغانستان يو مشر امير يعقوب خان او انګريز تر مينځه يوه معاهده وشوه کومه کښې  چې د انګريز دا غوښتنه وه چې مونږ به افغانستان کښې خپل يو سفير او نماينده پريږدو او د افغانستان په ځينې علاقو لکه لورالۍ، زوب، پشين او نوشکي وغيره باندې به زمونږ قبضه وي. امير يعقوب خان دا غوښتنې ومنلې او معاهده وشوه.
له‌ دې معاهدې وروسته يوه نيمه مياشت پس په پښتنو کښې د ازادۍ يو جذبه راوچته شوه او يو بغاوت پيل شو او د انګريز سفير او نماینده مېجر سر ګوئي په کابل کښې ووژل شو. حالانکه په دې مرګ کښې د امير يعقوب خان هيڅ قسمه لاس او مرسته نۀ وه او هغۀ دا يوه حادثه وګنړله خو انګريز د دۀ يوه ونۀ منله او په يکم ستمبر 1879 کښې ئې هند ته د شاهي قيدي پۀ هيڅ بوتلو. دغه بغاوت د څو ورځو پورې جاري وو خو انګريز فوځ په اهمو علاقو قبضه وکړه او حالات ئې پۀ خپل قابو کښې واخېستل.
څه موده پس د امير يعقوب خان کشر ورور سردار ايوب خان د عراق نه د يو موټي مجاهدينو سره په قندهار د حملې کولو پۀ نيت روان شو پۀ 17م جون 1880 چې کله  سره د مجاهدينو د ميوند سيمې  ته راورسيدۀ نو دغلته د انګريز فوځ جنګ خلاص کړو او سردار يعقوب خان سره د يو موټي مجاهدينو هغه انګريز فوځ ته مخامخ وو چې پهٔ نيمه نړۍ حکومت کولو او هر قسمه جديد وسله ورسره وه. پهٔ دغه جنګ کښې د سردار ايوب خان په مشرۍ کښې د ميوند د ملالۍ پلار او د دې چنغول هم جنګيدل.
پۀ جنګ کښې يو وخت پۀ پښتنو ډير سخت راغې او د پښتنو مجاهدينو حوصلې پستې شوې او داسې ښکاره شوه چې انګريز فوځ به برې تر لاسه کړي ولې هم په دغه وخت ملالۍ د جنګ ميدان ته راغله خپله لوپټه ئې سيرې کړه او بيرغ ئې ترې جوړ کړو او په خولۀ ئې دغه مشهوره ټپه وه
کۀ ميوند کښې شهيد نۀ شوې
ګرانه لاليه بې ننګۍ له دې ساتمه
د دې ټپې سره په پښتنو مجاهدينو کښې داسې جوش او جذبه راغله چې پۀ انګريز فوځ لکه د زمرو ورمات شو او ماتې ئې ورله ورکړۀ. خو ملالۍ هم شهيده شوه او د ملالۍ پلار او چنغول هم شهيدان شو۔
د انګريز فوځ جرنيل ليکي چې کۀ دغه ميدان ته ملالۍ نۀ وه راغلې نو مونږ جنګ ګټلې وو د ملالۍ د ټپې سره دا جنګ زمونږ له لاسه لاړو او مونږ ماتې وخوړو۔
د‌ ملالۍ د دې مړانې تل په تاريخ کښې په ګرمو ټکو کښې ستائنې شوې دي پهٔ پښتنو شاعرانو کښې به چرته يو نيم شاعر وي چې هغۀ به پۀ خپله شاعرۍ کښې د‌ ملالۍ د مړانې ستاينه نه وي کړې.
___________________________
د ابدالي انتظامیې د لیکوال د رائې سرہ اتفاق کول ضروری نه دي۔ که تاسو ھم خپلې لیکنې خپرول غواڑۍ نو د خپل تصویر، پورہ نوم، فیس بک آئی ډی او د خپل تعارف سرہ ئې مونږ ته په ahabdali944@gmail.com باندې راولېږئ۔ د لیک خپرولو يا د نه خپرولو فېصله به ادارتي بورډ کوي۔
شیئرکریں: