قدرمنو پښتنو د پاکستان جوړېدو نه وړاندې زمونږ د پښتنو په صوبه کښي د ستر پښتون فخر افغان باچا خان بابا د کانګرس د اړخ نه د حکومت واکدار وهٔ . ستر مشر ارواښاد اتل باچا خان بابا سره په اسمبلۍ کښې اکثريت هم وهٔ خو د بده مرغه کله چې دهند او پاکستان جدائي راغله او قائد اعظم محمد علي جناح د ازاد پاکستان اعلان په نولس سوه اووهٔ څلوېښتم کښې وکړو نو دغه وخت نه د پښتو په سيمه د جنګ او دښمنۍ ګورې وريځې خورې شوې .
د هندوستان انګرېزانو د پاکستان د حکومت واګې په خپلو لاسونو کښې وساتلې او د ډير وخت پورې دغه انګرېزان د پاکستان په لويو عهدو براجمان وو . دپاکستان فوځ هم د انګرېز ټرېن شوے فوځ دے او دغه شان د پاکستان سياسي پنډتان هم د دغې انګريز دلالان وو او دي . په دغه وخت کښي د انګرېز دې سياسي پنډتانو د ستر امن پرست فخر افغان باچا خان بابا يو مضبوط حکومت ختم کړو او د قیوم خان په شکل کښې يو کټپتلي په دغه حکومتي کرسۍ کښېنؤلو . د پښتنو ستر اتل باچا خان بابا ، خدائي خدمت ګارو د دغي ظلم  خلاف خپل اواز پورته کړو او د بابړې په مېدان کښي د وړمبي ظلم ابتداء د انګرېز په وېنا قیوم خان وکړه او په پر امن خدائي خدمت ګارو يې د ګولو باران وکړو چې په کښي په ګڼ شمېر پښتانهٔ شهيدان شول . او تر دې وخت پورې د پښتون په سيمه دغه جنګ روان دے . اخر د نړۍ په مخ دا پښتون چا متشدد او دهشت ګرد وګرځو او د پښتنو په علاقو کښي ولې تر دې دمه يو نهٔ ختمېدو والا جګړه شروع ده . پښتون قوم خو د زرګونو کالو يو ځانګړے تاريخ لري او د تاريخ په پاڼو کښي پښتون قام يو ميلمه دوست خوش اخلاقه او بهادر قوم ېاديږي . د تاريخ د کتابونو نه دا خبره ثابته ده چې په مخ د نړۍ پښتون قام چرته هم ظلم او تشدد نهٔ دے کړے . بلکه پښتون قام خو د تاريخ په پانو کښې يو امن پسند قام ياديږي. هم دغه شان د پښتون قام هغه ستر اتل او لارښود باچا خان د عدم تشدد په فلسفه خپل دروند اواز پورته کړے وهٔ ، دوي خپل پښتون قام له د علم او پوهې رڼا ورکړې وه.
زمونږ پښتون قام په سؤونو کاله په نړۍ کښې حکومتونه کړي دي خو ټولې فيصلې يې د انصاف په رڼا منورې دي . زمونږ پښتون قام د زرګونو کالو نه خپله ژبه او خپله توره هم لري او دغه شان د تاريخ په باب کښې د پښتون قام هغه ستر مشران ملک احمد ، ملک ګجو خان ، ملک کالو خان تل په انصاف يادېږي . پښتون قام چرته هم غلام نهٔ دے پاتے شوے او دوي د بهادرۍ لوئې لوئې کارنامې په خپل نوم کړي دي د پښتنې سميې دصوابۍ کېپټن کرنل شېر خان هم د خپل ملک له پاره د دښمن ملک ته په مړانه تلے وهٔ او دغه شان د ملک د پاره دغه پښتون د خپل ژوند ارمانونه په وينو ورکړل . زمونږ دغه ستر بهادر  پښتون ځوان کېپټن کرنل شېر خان شهيد د لاش نه د هغه وخت يو پنجابي وزير اعظم انکار کړے وهٔ خو چې کله دښمن ملک هند دا اعلان وکړو چې مونږ به دې پښتون ځوان له د دهٔ د مړانې اعزاز ورکؤو نو د شرم نه دغې پنحابي په ډيرو کوزو سترګو د دغه نر پښتون د لاش وصولؤلو له پاره د هند واکدارو سره رابطه وکړه او کله چې زمونږ د دغې بادر پښتون ځوان لاش مبارک خپل ملک ته راورسېدو نو خلقو ډېر په شان وستايلو او بيا د هغه وخت د فوځ جنرل دغه پښتون ځوان کېپټن کرنل شېر خان شهيد له د نشانِ حېدر ورکؤلو اعلان وکړو . خير راځو خپل ټاپک طرف ته پاکستان باندې چې کله هم سخت وخت راغلے دے پښتون قام په وړمبي صف کښي چمتو ولاړ وي او پښتون قام د خپل ملک سره ډيره مينه هم لري . د پاکستان په لويو لويو عهدو د پښتون قام ځوان خپل خدمات وړاندې کوي .
دا خبره راته څهٔ عجيبه شان ښکاري چې په ټول پاکستان کښې صرف په پښتون بيلټ کښې د دهشت ګردي ده جنګ چا راوړے دے او دا په ټول پاکستان نه ولې په يو پښتون قام دے چې د دوي  په پاکه جامه ئې د دهشت ګردۍ دا تور داغ لګولے دے . که مونږ چرته په تېرو څلوېښتو کالو نظر واچوو نو د ټولو نه زياتې بې ګناه جنازې پښتون قام پورته کړې دي . په پښتون قام  کښې دغه ناسور ښهٔ په منصوبه بندۍ او انتشار خوروي . کله د پښتون قام په مکتب کښې پښتانهٔ ماشومان قتليږي او کله په جماعت کښې د پښتون قام مشران وژلي کيږي اخر دا پښتون قام ولې ټارګيټ شوے دے . مونږ له پکار دي چې ټول پښتون قام په دغه خبره غور او فکر وکړو او د خپل قام د امن تعليم او د پرمختګ له پاره په اتفاق سره راپورته شو . د غه شان څو ورځې وړاندې د پښتون بونېري په نوم د سوشل ميډيا نه يو انتهایي غلط قدم پورته شو او دوه ورځې مخکښې د سوات مدين په علاقه کښې د يو پنجابي واقعه راغله او د سوات د غريبو پښتنو د کاروبار خرابؤلو کوشش وکړې شو . زما د پښتونخوا ټولو قدردانو خلقو ته اپيل دے چې دا مونږ سره په چاپېر چل کښط څهٔ روان دي او زمونږ پښتانهٔ په دغه جنګ کښې بې ګناه ولې قتليږي . مونږ له پکار دي چې د دغه ناوړې منصوبې مخ نيوے وکړو او خپله پښتون خوا په امن يو ځل بيا اباده کړو .
زه خپل رب ته په دعا يم چې زمونږ د امن پښتونخوا يو ځل بيا په امن او مينې منوره کړي او زمونږ پښتنو کښې اتفاق پېدا کړي۔
__________________________
د ابدالي انتظامیې د لیکوال د رائې سرہ اتفاق کول ضروری نه دي۔ که تاسو ھم خپلې لیکنې خپرول غواڑۍ نو د خپل تصویر، پورہ نوم، فیس بک آئی ډی او د خپل تعارف سرہ ئې مونږ ته په ahabdali944@gmail.com باندې راولېږئ۔ د لیک خپرولو يا د نه خپرولو فېصله به ادارتي بورډ کوي۔
شیئرکریں: