دوست محمد خان خان بابا شهيد
سر مو ټيټ کړي نه دي مخکښې چا ظالم ته ګورے
د دار رسو باندي د ټال هسي خنګل پيژنو
مئينان مه چيړئې د وخت اے رقيبانو ګورے
په خپله مينه مونږه تن او من سيزل پيجنو
دوست محمد خان (خان بابا) د اتمانزو يو خان يو ملنګ د غيرت پښتو نه ډک يو انسان د مينی محبت نه سرشار دا چې خانانو سره خان د ملنګانو سره ملنګ د درمندر سره در مند د حاجی شاهنواز خان زوي د پير محمد خان او د صحبت خان رور.
د حق په لاره تلل او باچا خاني ورته وراثت کی پاتی ووه د شهيد شاه نواز خان زوي لکه د پير محمد خان او صحبت خان په پښتون قام مين د باچا خان نه تر ايمل يو کلک په باچاخاني مين د قيصه خواني او د ټکر بابړی او لیاقت باغ يو چشم دید ګواه او حصه اغوستونکي.
دا ټولی خبري ځکه کوم چه نن ۲۲ جولائ د دوست محمد خان د شهادت ورځ ووه. په دي ملک او پښتونو چه کله هوم سه سخته راغلی ووه خان بابا خپل خاندانی روايات برقرار ساتلي ووه او په هر مقام به ي د مرګ سترګو کي سترګي اچولی وی خو دغيرت پښتو بيرغ ي اوچت ساتلی ووه
يو تاريخ ساز شخصيت وو که د خان بابا د جوند د مړاني قيصه شروع کړم نو يقين مي نه دي چه د فیس بک د پانړه ئې ځاي کړی.
د ورکوټوالی نه کله چه د خدائې خدمت ګارو تحريک شروع شو نو خان بابا د ورکوټوالی نه سره د نورو رونړو او خپل والد صاحب سره د دهغه تحريک د سر کسانو کی ووه
دا باچا خان بابا په کتاب ځما جوند او جدوجهد که په ټايټل کم تصوير او کتي شی نو خان بابا سره د رونړو او نور خاندان د ټولو مخکښې والاړ دي څو ماشومانو سره چه هغه يو د خان بابا مشر رور پير محمد خان او نور ترونه تربوران دي او شاته حاجی شهنواز خان د خداي خدمتګارو د قافلې د سالار په هيثح والاړ دي سره د باچا خان بابا
دا ځکه وايم چه خان بابا دهغه وخت نه د دي قافلي حصه اغوستونکي ووه او داسی يو تخريک نه ووه چه تر مرګه پوري خان بابا د هغي حصه نه وو پاتې۔ دا جوند ئې د نرتوب د سختو د جيلونو بلا قيصی دي چه په هره يو قيصه ي پوره کتاب ليکلی کیګی۔ خبره به مختصر کوم نوري قيصي ئې ډيری زياتې دی صرف د شهادت خبره به کوم۔
د کمي ورځ نه چه پښتون خوا کې د دهشت ګردي د موجوده خالات شروع شو او ځاي په ځاي د پښتنو د سر کسان شهيدان کولي شو چه تر دي دمه دهغه قيصه روانه ده د باچا خان د کورني د قربانو او روايات برقرار ساتلو په خاطر خان بابا په خپله ڼظريه لکه د غر ولاړ وو مجال ووه چه د باچا خاني او دا خداي خدمت ګارو د دي سالار په حوصله او نر توب کي زره فرق راغلي وو۔
خان بابا ته د دهشت ګردو د طرف نه خطونه جوابونه شوي وو
چه د دي لار نه قلار شه او د ای اين پی دفتر په اتمانزو کي بند کړه
خو دغه ظالمانو او بي زميره ته دا پته نه ووه چه مونږ يو داسی کس سره مخامخ يو چه شهادت د .غه کورني او قافلي په وينه کې اغګولي شوي دي
هغه چا ته دهمکی ورکو چه اهغه پلار په نيکه دا قام د پاره د پښتونو دپاره د مرګ په سترګو کی سترګي اچولی دی يره ي فطرت کي نيشته
او دظالم مښکي اودريدل لکه ده. غر د خپلي جوند مقصد ګنړی
دي د قيصه خواني د بابړي د ټکر غازی دي. او د باچا خان بابا سپاهي او په قام شريک دي
خان بابا د دهشت ګردو دا چيلنج ښه په نره قبول کړي يوه
او هغه دفتر ي کولاو ساتلی ووه
او نرتوب تر دي حده چه خپله د غاړي تماچه ي هوم غورزولی ووه
د کلی د يو خان او مشر په هيڅ که خان بابا غوستل نو لس ټوپک مار يا د خاندان ځوانان ورته چمتو به ولاړ وي
خو نه هغه په خپل کردار او موقف باچا خاني ووه عدم تشدد ي په وينه کښ اخولي شوي ووه
او دهشت ګردو ته څابته کړه چه ما ستاسو ظلم او بربریت دا خپل مرام او نظري نه نشی اړولي
هر سحر به يک يوازي د اي اين پی دفتر ته تلو او دفتر ي بندوو نه خلقو ورته ډير اوي خو دا خان بابا به دا جواب ووه
چه کفن په طرخ کی د سيالي ميدان ته ځمه
مرګيه مه رازه درزمه
او يا مرګي دي راشی چه کله ي وس وی
ګل به مي لاس کي يا به اس وی
چه يوه ورځ ي سخر وختی ۲۲ جولائ ۲۰۱۵
دفتر کولاو کړو او لکه د مښکی په شان يوازي ناست ووه تر دي چه خپل نوکر ي هوم رخصت کړي ووه
چه دهشت ګردو له موقعه په لاس ورغله او په موټر سايکل راغلل او خان بابا ي د ۹۵ کالو په عمر کښ شهيد کړو
د اتمانزو خلق د دي خبري ګواه دي
چه خان بابا چه کله اولګيدو نو په سجده پريوتو خپل پاک رب ته
داسي مرګ د ډيرو کمو خلقو په نصيب کي وي
دا منم چه خان بابا شهيد شو خو دهشت ګردو له ي دا پيغام ورکړو
چه د باچا خان دلاري یو کمزوري ناتوانه بوډا عمر رسيده هوم تاسو د خپلي نظري نه په مرګ هوم نه شي اړولي نو تون لعنت شه او ستاسو په دي دهشت ګردي
او دغه شان خان بابا د باچا خان د فکر شمع بله اوساتله او په خپل مرګ ي هوم ثابته کړه چه د عدم تشدد اصلی علمبردار يم
يقينآ د خان بابا قاتل به د دوزخ خوراک وي
خداي دي خان بابا اوبخی او پرورديګار دي د خان بابا د دهشت ګردي خلاف د قرباني په خپل در کي منظوره کړي
ټول اتمانزوالو له پري فخر پکار دي چه د دهشت ګردي خلاف په شهيدانو او غازيانو کي خان بابا د اتمانزوالو ځائې په خپل شهادت پوره کړو۔
_________________________
د ابدالي انتظامیې د لیکوال د رائې سرہ اتفاق کول ضروری نه دي۔ که تاسو ھم خپلې لیکنې خپرول غواڑۍ نو د خپل تصویر، پورہ نوم، فیس بک آئی ډی او د خپل تعارف سرہ ئې مونږ ته په ahabdali944@gmail.com باندې راولېږئ۔ د لیک خپرولو يا د نه خپرولو فېصله به ادارتي بورډ کوي۔