رحمت شاه سائل صيب د پښتو يو خوږ ژبے ، نوموړے شاعر دے چې د هغه شهرت هم د هغه په ژوند د عروج بام ته رسيدلے دے  اؤ هم په خپل ژوند ئې عزت اؤ مينه تر لاسه کړېده پښتانۀ ئې ښۀ قدر کوى اؤ ښۀ ئې نازوى ځکه چې سائل صيب د پښتنو غم د شعر په ژبه کښې ژړلے دے اؤ اودۀ قام ئې راويښ کړے دے.
د ښاغلى رحمت شاه سائل خپل نوم رحمت شاه اؤ تخلص ئې سائل دے په کال ١٩٥٠ کښې د محترم امين ګل خان کره ملاکنډ کښې پيدا شوے دے.
ښاغلى سائل صيب دينى زده کړې هم کړيدى ولې دنياوى زده کړې ئې تر څلورم جماعت پورې کړى دى، سبق سره ئې ښۀ مينه لرله خو د وخت د ظلمونو اؤ ناترسو له  وجې ئې مخکښې د سبق سلسله جارى ونۀ ساتلے شوه وړاندې دور کښې د تعليم کافى کمے ؤ اؤ د خلقو توجو ورته هم خاص نۀ وه.
د سائل صيب د روزګار په اړه کۀ ووايم نو هم د سختې کار ئې کړے دے اؤ هر کسب ئې کړے دے د پټو کارئې کړے دے د لرګو کار ئې کړے دے، ګنى اوړل راوړل، د ګاڼۍ کار ئې کړے دے د مسافرۍ سختې ئې تيرې کړيدى د ژوند نه مايوسه شوے نۀ دے ، په خوشحالۍ يې د ژوند ورځې شپې سبا کړيدى.
کله نه چې ئې د جامو د ګنډلو هنر زده کړے دے نو په درګۍ بازار کښې يې دوکان کړے دے که هر ځائے ته د ادبى هلو ځلو په لړکښې بهر تلے دے خو مزدورى ئې په درګۍ کښې کړيده.
سائل صيب که دنياوى زده کړه نۀ ده کړې ولې د شعر، هنر ورته خدائے پاک ورکړے دے د روزګار سره ئې هم خپله شاعرى جارى ساتلې ده اؤ يو معيار ته ئې رسولې ده اؤ هم دغه شاعرۍ سائل صيب د ادب په اسمان  لکه د ستورو ځلولے دے ، د ديارلسو کالو په عمر کښې ئې د مورنۍ ژبې نه د شعر شروعات کړې دى اؤ په خپله وائى چې شاعرى به مې کوله اؤ هغه به مې د ځان سره خوندى کوله څه پنځه شپږ کاله به مې شاعرى پټه ساتلې وى ځکه چې هغه وخت کښې شاعران ډير کم وو بل دا چې په کلى کښې به چاته پته ولګيده چې فلانکے شاعر دے نو خندا به ئې کوله هم له دغې وجې ما هم خپله شاعرى پټه اوساتله.
سائل صيب د خپلې شاعرۍ ابتداء د يو شعر يا کلام نه نۀ بلکې د چاربيتې نه کړې ده ځکه چې سايل صيب د چاربيتې نه متاثره وو. سائل صيب د اتلو کالو په عمرکښې وادۀ کړے دے دې سره ورته رب کريم د اولادو برخه هم پيرزو کړې ده ، ټول ئې لس بچى دى چې اووۀ ئې لوڼه دى اؤ درې زامن دى، مشر زوې ئې سليم جالوان دے دويم زوې ئې حميدالله اؤ اخرى دريم زوې ئې پروفيسر نويد جمال دے چې په ملاکنډ پوهنتون کښې د پښتو ژبې اؤ ادب استاذ دے.
د دومره بحث نه پرته به د سائل صيب ادبى خدمات هم وړاندې کړم چې په پښتو ژبه ئې څومره احسانات دى اؤ د دغه احسانونو به مونږ تل پور وړى يو.
سائل صيب د پښتو شاعر دے اؤ هم دپښتنو وياړ دے هم شمله ده. په پښتو ژبه کښې ګڼ شمير اثار لري ، خپله شاعرى ئې دپښتو د ژوند نه چورلولې ده ، د ژوند د هر اړخ ذکر ئې په جار کړے دے ، د نظم نه علاوه  ئې په نثر کښې هم کار کړے دے ټولو نه اګاهو دلته د منظوم اثارو ذکر ضرورى ګڼم بيا ورپسې نثرى اثارو ته پاملرنه کووم.
دلته په منظوم چاپ اثارو لنډه رڼا اچوم.
د سائل صيب پنځلس شعرى مجموعې چاپ دى، چې نومونه ئې دا دى.
د وير په چم کښې وار دنغمو دے، د لمبو په سيورى، د ښائستونو دسپرلي بادونه، د وينو رنګ په لمبو څنګه ښکاري، تاله تصوير په ګلاب جوړکړم کنه؟ ، درد چې د څړيکو څانګې اوسپړدلې، حالات چې اور وروى، د چينارونو نه لمبې اووتې، تۀ به په خپل تصوير کښې څوک ځايوي، زۀ د خزان د پاڼې پاڼې سره اورژيدم، ستا خبرې د سندرو سرنامې دى، نرګس بيمار بيمار په زړۀ ګوارې دلته به ګل نۀ سپړې، غرمې لمبې لمبې، ژوند اؤ  فن دواړه ديوبل ائينې.
دا ذکر شوى پنځلس ټول کتابونه د شاعرۍ دى.
د دې دومره کتابونو د ذکر نه د سائل صيب د شخصيت اندازه کيدے شى، بل خوا  د دې کتابونو نومونه هم زړۀ راښکونکى وو، د يو بل نه ښائسته وو، د کتابونو د ذکر په دوران کښې ما د يو يو نوم سره سوچ کولو اؤ ادبى تنده مې لا سيوا کيدله چې ټول په يو ځائے ولولم.
په شلمه صدۍ کښې که مونږ اوګورو نو سائل صيب يوه ښکاره نامه ده، چې هر څوک ئې پيژنى د هر چا خوښ شاعر دے شاعرى يې د ګڼو ګلونو باغ دے اؤ د هر ګل يو ځانله خوشبوئى ده چې يو ګل شوکوى  د بل ګل شوکې ته زړۀ ليوال کيږى ، دغه ګلونه دې تل تر و تازه وى خوشبوئى دې مړاوې نۀ شى.
بلخوا که سائل صيب د ځانګړى اسلوب خاوند دے چې دا يو ګران کار  دے. انداز ئې دومره علمي  ژور اؤ ادبى دے چې اميد دے عام خلق به هم سائل ښۀ په مينه اورى، بلخوا ئې ترنم هم اودۀ راويښوى، زمونږ د خاورې خلق ټول د شاعرۍ  خلق دى، زه که خپله ذاتى چرته هم سائل صيب مطالعه کووم  اؤ يا ئې موسيقۍ کښې اورم هميشه مې دا کوشش وړى چې بل کلام به ئې نۀ وى چې زۀ ئې واورم نو شاعرى ئې داسې زړۀ راښکونکې ده چې کتلو سره د انسان زړۀ د نورو کلامونو خواته لاړشى.
ما بره  د سائل صيب د منظوم چاپ اثارو ذکر وکړو دلته ئې د منثور چاپ اثارو ذکر هم کووم.
سائل صيب که يو ښۀ  شاعر دے ، شعر وشاعرى ئې کړيده نو بلخوا ئې  په نثر کښې هم کار کړے دے تراوسه ئې پنځه نثرى کتابونه چاپ دى، چې د پښتو ادبى پنګه پرې درنه ده اؤ پښتانۀ پرې سيال دى دغه منثور اثار په دې ډول دى.
اخرى سندره، افسانوى مجموعه ده ، اووۀ افسانې لري، اؤ په کال ١٩٩٨ کښې چاپ شويدے.
د باچاخان د افکارو معنوى تصويرونه ، دا ئې بل اثر دے دا په کال ٢٠١٠ کښې چاپ شويدے.
د باچاخان په نوم خط: د تنقيد مشرق و مغرب اؤ پښتو، پښتو ژبه املاء اؤ د باړه ګلۍ فيصلې
دې نه علاوه ډير ناچاپ کتابونه هم لري ډير زر به چاپ شي، انشاء الله. د کتابونو نه علاوه سائل صيب په ادبى هلو ځلو کښې د مختلفو ځايونو تګ هم کوى په ورځپاڼو مجلو کښې يې ليکونه هم چاپ کړى دى، کافى انعامونه ئې هم د ادبى خدماتو په لړ کښې ترلاسه کړيدى ، په کتابونو ئې سريزې هم ليکلې دى ، تحقيقى مقالې هم پرې ليکلے شويدى اؤ داسې نور هم….
 د نمونې په توګه د سائل صيب د شاعرۍ نه يو کلام راوړم چې لوستونکى اؤ د سائل صيب مينه وال ترې خوند واخلى.
تۀ که په رښتيا جانان زما ئې ماته ووايه
دا به راته نن خامخا وايې ماته ووايه
تاله که وړومبے ګل د وړومبى پسرلى راوړمه
ګل که زما سوے رنګ به ستائې ماته ووايه
غواړم چې دې ته هم زده کړمه پښتو ژبه
تۀ به پرې وړومبے ټکے څه وائې ماته ووايه
وائى چې وعده اؤ توبه دواړه ماتيدونکى وى
تۀ که پښتنه د پښتونخوا يې ماته ووايه
ماخودرله خپل زړۀ ديو سوال سره راؤ ړے دے
تۀ که زما مينه په رښتيا ئې ماته ووايه
زۀ چې دې ميلمه کړمه دخپل زړۀ په جونګړه کښې
زۀ به څه يم تۀ خو به باچا يې ماته ووايه
زۀ خپله ګواه يم چې ستا مړوسترګو وژلے يم
تۀ کۀ خبر نۀ ئې بې ګناه ئې ماته ووايه
ولې دې رنګ والوځى د مخ نه د ديدن په وخت
ولې په ديدن کښې وار خطا ئې ماته ووايه
راغلې د سائل اوښکې نن ستا د تبسم په مخ
دا تۀ په خندا که په ژړا ئې ماته ووايه
______________________
د ابدالي انتظامیې د لیکوال د رائې سرہ اتفاق کول ضروری نه دي۔ کہ تاسو ھم خپلیې لیکنې خپرول غواڑۍ نو د خپل تصویر، پورہ نوم، فیس بک آئی ډی او د خپل تعارف سرہ ئې مونږ ته په ahabdali944@gmail.com باندې راولېږئ۔ د لیک خپرولو يا د نه خپرولو فېصله به ادارتي پانړہ کوي۔
شیئرکریں: