په نن سبا وخت کښې هر سړے دا هڅه کوي چې د نفسا نفسي په دې دور کښې ځان له یؤ لوړ او د ویاړ مقام جوړ کړي۔ هم په دغه خلکو کښې د سوات سيمي سره تعلق لرونکے ځوان ادريس باچا هم دے چې په بريکوټ نومې کلي سوات کښې زېږيدلے دے۔ ادریس باچا د خپل محنت اؤ قربانو له خاطره په پښتون خوا سيمه کښې ځان له يؤ ځانګړے مقام جوړ کړے دے۔
ادريس باچا د مزدورۍ په خاطر د نړۍ نورو هېوادونو کښې هم جوند کړے خو چې کله د منظور پشتين په مشرۍ کښې (پي ټي اېم) پښتون ژغورنې غورځنګ په وجود کښې راغے نو ادريس باچا د خپل قام دپاره هرڅه پرېښودل اؤ د غورځنګ تر څنګ ئې د قام خدمت ته ملا وتړله.
ادريس باچا د پښتون ژغورنې غورځنګ د سيوري لاندې خپلې هلې ځلې کوي او د پښتون قام د پرمختګ دپاره ئې شپه ورځ په ځان يؤ کړي دي۔ رياست چې د پښتنو سره کوم ظلمونه کوي يا پرې کوم تورونه لګوي د هغې خلاف ادريس باچا د پي ټي اېم د فلېټ فارم نه يؤ توان مند آواز پورته کړے دے او پورته کوي۔ هم له دې خاطره په بېلابېلو وختونو کښې ئې مختلف ورځې شپې په زندان کښې هم تېرې کړي او مختلِف ستونزې او تکلیفونه ئې برداشت کړي۔
د رياست له خوا په ادريس باچا د غدارۍ تورونو لګېدۀ سره سره ډېرې مقدِمې هم درج شوي چې له کبله ئې په کور څوځله د چاپو ترمخه ګرفتار کړے شوے دے، په ځينې مقدمو کښې زندان ته هم اچول شوے چې د ټولو نه لویه مُقدِمه پکښې د غدّارۍ وه۔
نن 2024م کال دے خو نن هم باچا دقام په مینځ کښې ولاړ دے بار بار ورته وئیل کیږي چې د خپل کار نه وروسته شه خو ولې ښاغلے د قام د ښېګړې نه په شا کیږي نۀ، یقیناً چې خپلې ورځي شپې د قام په خذمت کښې سبا کوي۔ ډېرې سختې او تکلیفونه ئې برداشت کړي دي او برداشت کوي، پښتنو له پکار دي چې په ژوندوني خپل خېرخوا وپېژني او قدر ئې اوکړي۔
ادریس باچا په نن دور کښې د پښتنو دپاره يؤ اتل دے چې د وياړ وړ شخصيت دے.
اللہ تعالیٰ دي باچا له ډېر عمر ورکړي. آمین
زۀ خپل ليک د عزيزالله غالب صېب په دې شعرونو ترسره کؤم
داسې بذدله واکداران مې د وطن دي چې تل
د غلامۍ په زنځيرونو کښې ژوندون تېروي
مېړني نۀ مري اؤ کۀ اومري مرګ ئې مرګ مۀ ګڼئ
مدام ژوندي وي چې په زړونو کښې ژوندون تېروي
_______________________
د ابدالي انتظامیې د لیکوال د رائې سرہ اتفاق کول ضروری نه دي۔ که تاسو ھم خپلې لیکنې خپرول غواڑۍ نو د خپل تصویر، پورہ نوم، فیس بک آئی ډی او د خپل تعارف سرہ ئې مونږ ته په ahabdali944@gmail.com باندې راولېږئ۔ د لیک خپرولو يا د نه خپرولو فېصله به ادارتي بورډ کوي۔