د پاپولسټ سیاست او د ټک ټاک زمانه ده  هره نظريه او عمل ئې د ګواښ سره مخ کړې  دهغه ېو مشر خبره وائل نيم پښتانه ئې رانه په لږ وخت کښی لوفران او نيم ئې رانه ټک ټاکران کړل.
سیاسي عمل او سیاسي کارکن به د عملي سیاست د ډېری اوګدې ارتقا تېرېدو  د خپلې کمې قربانې نوم او ځانته ليډر وائلو به تر شل کاله سیاست هم سیاسي کارکنان شرمېدل سیاسي عمل او سیاسي کارکنان رنځور کول د حقيقي سیاست په ضد د ژور رياست ډېره خطرناکه پلمه ده.
په خؤا کښی مې په ډانګورو روان د غر هومره د لوړې حوصلې څښتن فاتح رحمان ماموند زمونږ د سيمې هغه رښتينی سیاسي مبارز دې چې د ايف سي آر په ضد 35 کرته په مياشتو مياشتو زندان ته اچول شوې په هغه وخت کښی به فاتح رحمان جېل ته د سخر کور وائلې وو ، د پوليټيکل ايجنټ زندان به دوېم پانسي ګاټ وو ېره به ئې دومره ډېره وه چې هيڅ کم قانون عدالت به تپوس نشو کولې  کله به چې هغه وخت کښې فاتح رحمان اونيول شو نو د پوليټيکل ايجنټ په حکم به‌ ېو دروند خاصدار ورپه شا کړل شو او ټوله شپه په سرک باندې پېدل ښپې بل ګرځول شو ، په ايف سي آر کښې به د هر پوليټيکل ايجنټ سره د خپل اولس لپاره په لانجه وو،  خپل ټول ژوند ئې د خپل اولس لپاره وقف کړې وو نن هم د ېو ملنګې ژوند کوي خو پښتون غرور د خپل قام او وطن نظريه ئې د غر د څوکۍ هم لوړه ده ، د زندانونو او ژوند کړاوونو په ښپو شل کړې خو د زړه جذبه ئې نن هم ژوندې ده چې په سيمه کښې لږ هم سياسي خوځښت وي فاتح رحمان ماموند په ماتو ښپو هلته ځان رسوي ، پداسې ساه خپه چاپېريال کښې چې سياسي غونډه او حرکت به لوئي جرم وو د عوامي نېشنل ګوند   داسې ميثالي ټول وختي سياسي وګړو د سياست لپاره لارې جوړې کړي خپلې ځوانې خاورې کړي۔
 فاتح رحمان ماموند د پښتونخوا په نوؤ ضلعو کښی د سیاسي مزاحمت ېو اوګد تاريخ لري.
نن سبا په سیاسي ګوندونو کښی د دوه درې کاله وخت تېرولو پس ځانته د ليډر په کمه رتبه دېر خلک خپه کيږي خو فاتح رحمان ماموند پينځه دېرش کاله د استعمار په لومو کښی ښکېل خاوره کښې اوګد سیاسي مزل د پوليټيکل ايجنټ د جبر په درځنونو زندانونو روستو هم ځانته ېو ادنی سیاسي کارکن او خدائي خذمتګار وائي.
فاتح رحمان ماموند د باچاخان بابا په رښتتې پلوي دې.
فاتح رحمان ماموند پشان مخلص او د ذاتي غرضونو لوړ سیاسي کارکنان د باچا خانې رښتينی علامتونه او د سیاست د قحط الرجال په زمانه کښی د ډاډ وړ سپېځلتيا لري.
، داسې سپېځلي مثالونه په سياسي حواله کښې مونږ ډېر کم لرو خدائې دې ورته روغه سټه ورکړي.
____________________________
د ابدالي انتظامیې د لیکوال د رائې سرہ اتفاق کول ضروری نه دي۔ که تاسو ھم خپلې لیکنې خپرول غواڑۍ نو د خپل تصویر، پورہ نوم، فیس بک آئی ډی او د خپل تعارف سرہ ئې مونږ ته په ahabdali944@gmail.com باندې راولېږئ۔ د لیک خپرولو يا د نه خپرولو فېصله به ادارتي بورډ کوي۔
شیئرکریں: