د قام یا د قوم تعریف بېلا بېلو مفکرینو کړې دې۔پروفېسر براٸس په خپل کتاب International Relations کښې داسې کوي چې قوم  نه مطلب د خلقو هاغه ټولګۍ دې چې د څو ځانګړي جزباتو په بنسټ یو والۍ لري،آزاد وي یا د آزادۍ ترلاسه کولو کوشش کوي۔
که مونږ دې تعریف ته ځېر شو نو مطلب دا دې چې یو قام چې کله جوړېږي نو یو څو ځانګړي شریک Common خصوصیتونه به لري لکه ژبه،جعرافیه،کلتور او معاشي او سیاسي ګټې۔دا قام به خپلواکه وي یا د خپلواکۍ ترلاسه کولو کوښښ به کوي۔خو ضروري نه ده چې دا ټول خصوصیات به لري بلکې کله نا کله یو ځانګړۍ خصوصیت هم د یو قام جوړېدو د پاره کافي وي۔لکه میثال په توګه امرېکني قام کښې مختلف ژبو او نسلو واله خلق وو خو هغوۍ د سیاسي او معاشي ګټو په بنیاد یو قام جوړ شو۔
د قام Nation تعریف کمیونسټي مفکرینو ډېره په مستنده توګه کړۍ۔جوزف سټالن په قام او قامپرستۍ یو مکمل کتاب لیکلۍ همدغسې فرېډرېک اېنګل او لېنن هم د قام وضاحت کړۍ۔د کمیونسټو له نظره قام
د خلقو هغه ټولګۍ دې چې یو جعرافیه یا وطن،ژبه،کلتور او معاشي ګټې لري۔
د قام یا د Nation تصور په اتلسمه پېړۍ کښې رامنځ ته شو چې کله سرمایه دارانه نظام Capitalism جاګیردارانه نظام Feudalism ځاۍ ونیؤو۔کارخانې ولګېدې منډیاې آبادې شوې۔او خلقو کاروباري او سیاسي اړیکې مضبوطې شوې۔نو دوۍ چې و ځاۍ اوسېدل نو ظاهره ده چې دوۍ یوه ژبه Common langauage یا Langua franca رامنځ ته شوه۔ورسره د دوۍ یو ځاۍ ژوند کښې یو مشترکه کلتور Common culture هم رامنځ ته شو۔او دوۍ مستقل توګه په یو ځاۍ یا وطن کښې آباد شول نو دوۍ وطن او معیشیت هم یو شول نو دوۍ ځان ته یو قام Nation وٸیل شروع کړل۔او دغسې د قام تصور منځ ته راغې۔
چې کله طاقتور قامونو خپلو معاشي ګټو لپاره په کمزورو قامونو حمله وکړه لګه برطانیه او فرانس چې د یورپ او ایشیا ګڼ شمېر علاقې ونیولې نو د کمزورو او طاقتورو قامونو ترمېنځ جنګونه شروع شول۔چې په پاېله کښې یې دوه نړیوال جنګونه وشول Global wars.
قامپرستي Nationalism هاغه احساس دې چې کله د خلقو یو ټولګۍ ځان د یو څو خصویتونو لکه د نسل،ژبې،جعرافیې کلتور په بنیاد د نورو خلقو نه منفرد وګنړي۔مطلب دا چې قامپرستي هاغه احساس او جزبه ده چې د کوم په بنیاد خلق ځان یو قام ګنړي۔قام که جسم Body ده نو قامپرستي د دې جسم روح soul دې۔باچا خان بابا فرماٸي چې قامپرستي د انسانیت په چوکاټ کښې وي نو ډېره ښه جزبه ده خو چې د انسانیت چوکاټ نه وځي نو بدبودار بوټۍ شي۔د قامپرستۍ د جزبې راڅرګند کېدلو غټ له د قامي جبر opression پالیسي ده۔
_____________________________
د ابدالي انتظامیې د لیکوال د رائې سرہ اتفاق کول ضروری نه دي۔ که تاسو ھم خپلې لیکنې خپرول غواڑۍ نو د خپل تصویر، پورہ نوم، فیس بک آئی ډی او د خپل تعارف سرہ ئې مونږ ته په ahabdali944@gmail.com باندې راولېږئ۔ د لیک خپرولو يا د نه خپرولو فېصله به ادارتي بورډ کوي۔
شیئرکریں: