د دولس اګست په توره شپه کښې خپلو سپينو کفنونو باندې د پښتنې وینې سُور رنګ مښلي روحونه د جنت نه د بابړې سپېځلې خاؤرې ته راکوز شي اؤ څو شېبو د پاره د ژوندي غږ ښکالو ته پښه نیولي شي. د هغوي لاسونو کښې د پښتونخوا د خاؤرې نه روغې شوې اؤ هم د دوي پخپلو وینو بلې شوې ډیوې وي.
د سپین ږیري نه شْنه شونډه ځلمي اؤ د شْنه شونډه ځلمي نه سیزنۍ کښې تړلي علي اضغر پورې …..
د سپين سرې مور نه د تنکۍ پېغلې لور پورې اؤ د تنکۍ پېغلې لور نه سیزنۍ کښې تړلې فاطمې پورې۔
دغه روحونه د خپل ویاړ د خاؤرې نه سترګې نهٔ ؤباسي. داسې ښکاري، لکه چې دغه خاموشه خاؤره دوي ته څهٔ وائي. (هغهٔ څهٔ، چې د غوږونو په ځای په سترګو اؤرېدلي کيږي).
د اشنغر په هر کور، هره جونګړه، هره ماڼۍ، هره حجره، هر جومات، هره لاره اؤ هر ګوټ پېر لکه د چارسدې د لوئې ادیرې خاموشه خوره وي.
د 12اګست 1948ء په سحر چې هغوي د بابړې لوي محشر ته تلل، نو د ژوند ډېر هیلې اؤ د مرام ډېر ډاډونه هغوي خپلو سترګو کښې ځلولي اؤ خپلو زړونو کښې ځای کړي وو. د هغوي په خْلو د خپلې برخې زوږ اؤ د هغوي په تندو کښې د عدم تشدد رڼا وه.
اؤ بیا ډزې شوې ……
56000 تاؤدهٔ مړدکي د بې شمېر امن خوښو پښتنو په سینو کښې ساړهٔ شول…..
هغه قرانونه هم دغه مړدکو چڼ کړل، کوم چې پښتنو سپین ږیرو اؤ تورسرو د ټوپک راوړي پوځ وړاندې جرګه کړي وو۔
602 شهیدان ؤشمېرل شول.
د شهیدانو شمېر ډېر ښودلی کيږي، خو مونږ به ئې 602 ځکه ؤمنو، چې دا د هغه وخت د واکمن د نوي حکم متن کښې وو،
چې:
(په بابړه کښې په 602 مړو د حکومت د ګولیو لګښت به د (مَړو) وارثانو نه اخستلی کیږي)
د بادار په دغه حکمنامه 11395 روپۍ د (شهیدانو د وارثانو) نه واخستلې شوې.
.
د نیازبینو شهیدانو دغه سپېځلې ډله به بېګا له بیا د جنت نه راځي اؤ د بابړې خاؤره به ښکولوي.
خدای دې نهٔ کړي!
خدای دې نهٔ کړي!
خدای دې نهٔ کړي!
نور کله چې به نمر څریکه وهلو نه اګاهو هغوي چاپېره ؤکتل، نو د پښتونخوا د خاؤرې هره برخه به ورته لکه د بابړې په وینو سْره اؤ هر پښتون به ورته لکه د میرات مړي خاموشه ؤبرېښېدلو،
ګلپاڼې شونډې به ئې (خزان زده) شوې،
پښتو به ئې په هیله اؤ امید کښې روان کال پورې بیا ساه ؤپوکله اؤ لاړل به.
خدای دې نهٔ کړي!
خدای دې نهٔ کړي!
خدای دې نهٔ کړي!
چې دا ځل هم دغه (شاهد) اؤ (شهید) روحونه زمونږ د ساګانو مړ وږم ځان سره یؤسي اؤ جنت کښې هم زمونږ د بې ننګۍ خیال هغوي لړزوي!
64 ………. کلونه
768……… میاشتې
23375 …. ورځې
اؤ ساګانې ئې پخپله ؤشمېرئ!
خدای دې ؤکړي!
خدای دې ؤکړي، چې دا ځل هغوي ځي اؤ په یؤ غږ خپله پښتو کښې ؤوائي:
د شپې تیارو پسې په زوره زوره ؤخاندئ چې
د سحر سترګو کښې راتلونکی زیری نور روښان شي
د اندېښنو په مخ د (جر) لاسونه راکېږئ چې
د پښتنو په ننګ راغلی باور نور تکړه شي
ژوند له ډاډ ورکړئ! ورته ؤوایئ چې دلته راشي
د پښتونخوا په ادیرو کښې مړي نهٔ ښخيږي
دلته د ژوند مینه کښې مرګ چرته هم نهٔ ښکاريږي
دلته د وخت د پېغورونو تسلسل ساه ورکړه
دلته د ژوند په خلهٔ باغي سندرې غږ ؤکړلو
دلته غلام روحونه اوس وخت تېرولی نهٔ شي
مونږ د بابړې شهیدان یو، مونږ دروغ نهٔ وایو
زمونږ سینو باندې هر داغ د بغاوت نخښه ده
زمونږ تندو باندې دا ویاړ د انقلاب زیری دی
___________________________
د ابدالي انتظامیې د لیکوال د رائې سرہ اتفاق کول ضروری نه دي۔ که تاسو ھم خپلې لیکنې خپرول غواڑۍ نو د خپل تصویر، پورہ نوم، فیس بک آئی ډی او د خپل تعارف سرہ ئې مونږ ته په ahabdali944@gmail.com باندې راولېږئ۔ د لیک خپرولو يا د نه خپرولو فېصله به ادارتي بورډ کوي۔